په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنهی نن د تله د میاشتې په ١٣ مه نیټه په تهران کې د جمعې د ورځې په سیاسی او مذهبی لمانځه کې د «مسلمانانو د پیوستون» د قرآنی سیاست په بیانولو سره وفرمایل: د مسلمانانو ولایت، د یووالي، خواخوږۍ او همکارۍ احساس، د خدای عزتمند او عاقلانه مرسته به ولري، چې پایله به یې د خنډونو له منځه وړل او د دښمنانو ماتي وي.
هغه د دې الهي سیاست په مقابل کې د نړۍ د استکبار او یرغلګرو تفرقه اچولو او سیاست کول وباله او زیاته یې کړه: اسلامي امت د استکبار د تفرقې او واکمنۍ له سیاست څخه ډیر زیانمن شوی، خو نن د مسلمانانو د بیدارۍ ورځ ده؛ دا ناوړه سیاست باید تکرار نه شي.
ایت الله خامنهای د تفرقې لپاره د دښمنانو مختلفو پوځي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري سیاستونو ته په اشارې سره وویل: د ایران د ملت دښمن د فلسطین، لبنان، مصر، سوریې، عراق، یمن او نورو هیوادونو دښمن دی؛ اسلامي هیوادونه او ټول تیري کوونکي او تفرقه اچوونکي حکمونه له یوې کوټې څخه صادریږي او یوازینی توپیر یې په اسلامي هیوادونو کې مختلف طریقې دي.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر تاکید وکړ: که هر ملت غواړی د دښمن له ځپلو محاصرې څخه ځان وژغوری، باید ویښ شی او هرکله چې دښمن کوم ملت ته ورنژدی شی، د هغه ملت مرستې ته دې بیړه وکړی، که نه نو به د هغه ملت وار شي.
هغه ټینګار وکړ: موږ باید له افغانستان څخه تر یمن او له ایران څخه تر غزې او لبنان پوری په ټولو اسلامی هیوادونو کی د دفاع، خپلواکۍ او عزت د ساتلو کمربند ټینګ کړو.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د خپل هیواد، کور او ګټو د دفاع د مشروعیت او معقولیت په باره کې د اسلام روښانه دفاعی اصولو ته په اشارې سره زیاته کړه: د اساسی قانون او هم د نړیوالو قوانینو په اساس، د فلسطین د ملت په شمول د نورو هیوادونو دفاع د اشغالګرو او نیواکګرو په وړاندې، په بشپړه توګه مشروع او منطقي ده او هیڅوک او هیڅ نړیوال مرکز او سازمان حق نه لري چې په دوی باندې اعتراض وکړي.
حضرت آیت الله العظمی خامنهای د شهید نصرالله رښتینی شخصیت د هغه روح، لاره او غږ تلپاتې وباله او ویې ویل: هغه د ظالم او ځپونکی شیطانانو په وړاندې د مقاومت لوړ بیرغ وو، هغه په زړه پورې ژبه او د مظلومانو زړور مدافع او د جنګیالیو او حق غوښتونکو لپاره د هڅونې او زړورتیا سرچینه وه.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر زیاته کړه: د هغه شهرت او نفوذ په لبنان، ایران او عربو هیوادونو کې هم زیات شو او اوس د هغه شهادت به دغه نفوذ نور هم زیات کړی.
د پیغام پای/
آیت الله العظمی خامنهای همدارنګ د اسلام، استدلال او نړیوالو قوانینو له مخې د اشغالګر په وړاندې له ځانه دفاع کوونکی ملت ته د مرستې مشروعیت ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: له همدې امله هیڅوک حق نه لری چې د لبنان ملت او حزب الله ته د غزې او د فلسطین مظلومو خلکو د مرستې په هکله اعتراض وکړي.
د انقلاب معظم رهبر د الاقصی طوفان عملیات چې تیر کال په عین وخت کې ترسره شول د نړیوالو قوانینو او د فلسطین د ملت له حقوقو سره سم یو درست، منطقی اقدام وباله او د فلسطین له ولس څخه یې د لبنان د خلکو په میړانه دفاع، ولمانځل.
په همدې اساس آیت الله العظمی خامنهای د صهیونیسټی رژیم په وړاندې د زمونږ د هیواد د وسله والو ځواکونو ځلانده اقدام په بشپړه توګه مشروع او قانونی وباله او ویې ویل: زمونږ د وسله والو ځواکونو اقدام په سیمه کې د صهیونیسټی د غاصبو رژیم، د امریکا لیوني سپی، لیوه صفته د حیرانونکو جنایتونو په وړاندې تر ټولو کمه سزا وه.
هغه په دې باندې په تاکید سره چې اسلامی جمهوریت په دې ډګر کې چې کومه دنده لری په پوره قوت، ټینګ عزم او ارادې سره به یې ترسره کوی، زیاته کړه: مونږ د دغه کار په ترسره کولو کې نه ځنډ کوو او نه هم بیړه کوو بلکه هغه څه چې معقول وی او د نظامي او سیاسي تصمیم نیوونکو له نظره به منطقي او سم کار وکړي، په خپله وقت کې به عملی شي؛ لکه څنګه چې دا کار شوی او په راتلونکي کې به هم د اړتیا په صورت کې ترسره شي.
د جمعې د لمانځه په دوهمه خطبه کې چې په عربي ژبه ولوستل شوه، د انقلاب معظم رهبر د نړۍ ټولو مسلمانو ولسونو او په ځانګړې توګه د لبنان او فلسطین ګران ملت ته په خطاب کې وویل: ما لازمه وګڼله چې د زما ګران، وياړ، ورور، د اسلامي نړۍ محبوب څېره، د سيمې د ولسونو ګویا ژبه او د لبنان ځلانده جناب سيد حسن نصرالله رحمه الله تکریم او درناوي د جمعې په لمانځه کې په تهران کې ترسره شي.
هغه په دې باندې په تاکید سره چې مونږ ټول د ګران سید د شهادت په ستره ضایعه خواشینی یو، زیاته کړه: بې له شکه زمونږ ماتم د خپګان، اضطراب او مایوسۍ په معنا نه دی، بلکې د سید الشهداء حسین ابن علی عليه السلام د شهادت یو ډول ماتم دی چې ژوند ته درس ورکوونکی او هیله منونکی او هڅونکي دی.
د پیغام پای/
Your Comment